غزل : خوشحال خان خټک
انتخاب : نصیر اتمانخېل
که همیش د ملامت کاڼي په سر خورم
غم مې نه شته چې په تور یې د دلبر خورم
که د سپیو د کودي اوبه یې مومم زه به وایم
چې په تن آب کوثر خورم
لکه باد په نرګس اولګي تازه شي
د رقیب څپېړه هسې په بصر خورم
زه به لا ورته تلوار کړم لکه تږې
تل که ستا د لاسه توره یا خنجر خورم
چې په شاخ یې لونې لونې مېوې ځانګي
لا به کله د وصال د ونې بر خورم
تا وئیل خوشحالهؔ چپ شه خوله مې واخله
زه طوطي چغار کووم هله شکر خورم


