غزل :ډاکټر صاحب شاه صابر
Dr. Sahib Shah Sabir Poetry
ژوند آهنګ ، د ژوند نغمــــــــه بدلـــوي
حـــالات بــدليـــــــږي ، زمانه بـــــــدلوي
څوک چې په ژوند کې څه بدلون غواړي
اول به خــــــپله رويـــــــــــه بدلـــــــوي
وخــــت چـــې بدل شي نطريه نوي شي
ژوند چــــــې بدلـــيږي فــــــلسفه بدلوي
په يوه مـــــــنډه بدليـــــــــدونــکې دنيا
د زنـــــــــدګۍ هــــــره رشته بدلــــــوي
مـــونږ لا په زمکه د شپې ځای نه مومو
خـــــلک سپوږمۍ ته ځـــــي نشه بدلوي
اوس خـــــــو تياري هـــــم د رڼا د ويرې
هــــــــره شپه نـــــــوي لــــــوپټه بدلوي
هــــر څوک د خپل ساقي له نومه ستړي
هــــــــر ســــــړی خــــپله مېخانه بدلوي



صاحب شاه صابر
ReplyDeleteمننه
ReplyDelete