ستا بې نيازي راباندې وپېژنده
ګنی ما خدائېګو توبه نه پيژنده
اوس په تپوس هغه کوڅه لټوم
کومه چې ما له هر چا ښه پېژنده
زۀ خو پښتون ووم په يوه پوهېدم
ما د دې وخت دوه رنګي څه پېژنده
د مينې څړيکه، بل څوک څه خبر وو
ما پيژنده يا زما زړه پېژنده
هره خبره يې د کاڼي کرښه
ما په دې ښار يوه خوله پېژنده
په دريابونو کښې هم ورکه نه شوه
اوښکه زما، زما لېمه پېژنده
هغه په زړه کې چې مې ناست وه زياؔره
زما د زړه درزا هغه پېژنده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ ارواښاد ډاکټر خالق زياؔر
انتخاب _ ذوالفقار علي
کتاب / جګه شمله
مخ / 62 _ دوه شپیته



DR Khaliq Ziar
ReplyDelete